د کورنیو چارو سرپرست وزیر:

افغان ځواکونه باید تر سیاسي څېرو، افغانستان ته ډېر ژمن وي

7 سنبله 1396 ساعت 14:17

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ، چې تر سیاسي څېرو افغانستان ته ډېر ژمن وي او خپلې اصلي دنده دې پر ځای کړي.


د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ، چې تر سیاسي څېرو افغانستان ته ډېر ژمن وي او خپلې اصلي دنده دې پر ځای کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برمک چې نن دوشنبې د وږي ۷ مه یې کابل کې د افغان پولیسو د فراعت یوې غوندې ته خبرې کولې و ویل، چې افغانان ټول یو ملت او افغانستان یو وحدا هېواد دی.
نوموړي هغه کسان هم په کلکو ټکو وغندل چې په وینا یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې سیاسي، مذهبي، قومي او سمتي مسایلو ته لمن وهي.
برمک زیاته کړه، چې افغان ځواکونه د افغانستان له پاره کار کوي او اصلي دنده یې د خپلې خاورې ساتل او د هغه کسانو پر وړاندې درېدل دي، چې غواړي افغانستان ټوټه او افغانان بې اتفاقه کړي.
د برمک په وینا دښمنان به هغه خوبونه ګور ته یوسي، چې د دغه هېواد د تجزیې په اړه یې لري او ویې ویل«موږ ټول یو ملت او یو هېواد یو دښمنان به د افغانستان د تجزیې خوبونه ګور ته یوسي.»
ده و ویل، چې د پولیسو په لیکو کې یې پراخ اصلاحات پيل کړي دي او نوي اصلاحات به پولیس خپلو اصلي دندو ته را وګرځوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97519

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97519/

جمهور
  https://www.jomhornews.com