ولسمشر غني:

ملګري ملتونه دې د پاکستان د توغندیزو بریدونو مخنیوي ته پام وکړي

8 سنبله 1396 ساعت 9:02

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ېورنډ د کرښې پورې غاړې نه د پاکستان د توغندیزه بریدونو مخنیوي ته پام وکړي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ېورنډ د کرښې پورې غاړې نه د پاکستان د توغندیزه بریدونو مخنیوي ته پام وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره تېره ورځ په ارګ کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
ولسمشر ویلي، افغان حکومت د پاکستان د توغنديزه بریدونو د مخنیوي په برخه کې د سختو ګامونو پورته کول په پام کې نیولي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو جدي پاملرنه غواړي.
افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې دغو بریدونو د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته خلک له انساني ناورین سره مخ کړي دي.
د نوموړي په خبره، د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته ډېر خلک بې ځایه شوي او باید چټکې مرستې ور سره وشي.
په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې د دې مسلې د څېړلو لپاره به افغان حکومت او د ملګرو ملتونو ګډې کاري ډلې کار کوي.
باید و ویل شي، چې له تېرو څو لکونو راهیسې پاکستان په ځینو ولایتونو د ډېورند له پورې کرښې توغنديز بریدونه کوي، چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، زرګونه کورنۍ یې کډوالۍ ته اړ کړې او درانده مالي زیانونه یې اړولي دي.
همدا څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو د کنړ ولایت په دوه ولسوالیو ۸۵ توغندي وتوغول، خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97540

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97540/

جمهور
  https://www.jomhornews.com