>> جمهور - د پاکستان حکومت بلوڅ او پښتانه مشران وژني - نسخه قابل چاپ

قومي مشران:

د پاکستان حکومت بلوڅ او پښتانه مشران وژني

8 سنبله 1396 ساعت 9:14

بلوڅ او پښتانه قومي مشران وايي، پاکستان په لوی لاس د ترهګرۍ مركزونه د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته را انتقال کړي او په دې پلمه د پښتنو او بلوڅو قومي مشران په نښه کوي.


بلوڅ او پښتانه قومي مشران وايي، پاکستان په لوی لاس د ترهګرۍ مركزونه د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته را انتقال کړي او په دې پلمه د پښتنو او بلوڅو قومي مشران په نښه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه قومونو قومي مشرانو تېره ورځ د وږي نهمه چې د بلوڅو او پښتنو د پیوستون له نړیوالې ورځې سره برابره وه، کابل کې د یوې پراخې غونډې پر مهال دغه څرګندونې وکړې.
قومي مشرانو په خبرو خپلو خبرو کې و ویل، چې د پاکستان حکومت د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته ظلمونه روان کړي او د بلوڅو او پښتنو قومي مشران وژني.
دوی پر پاکستان غږ وکړ، چې دغه کار یې د آزادۍ له پاره د مبارزې مخه نه شي نیولی او پاکستان دې دغه ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي.
قومي مشر نادر بلوڅ او د ملي شورا غړي نادرخان کټوازي په دې نمانځغونډه کې و ویل، چې پاکستان په لوی لاس د ترهګرۍ مركزونه د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته را انتقال کړي او په دې پلمه د پښتنو او بلوڅو قومي مشران په نښه کوي.
دوی همداراز له حکومت ګیله من دي، چې دا ورځ په سمه توګه نه نمانځي.
بلخوا د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې افغان دولت د بلوڅو د ازادۍ غوښتنې له داعیې ملاتړ کوي.
د دغه وزارت معین یعقوب احمدزی همداراز د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97542

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com