له ۱۰۰ نه ۹۱ افغان ماشومان له زور زیاتي ځوریږي

8 سنبله 1396 ساعت 12:03

سیف د چلډرن نومې نړیوالې اداره وايي، ۹۱ سلنه افغان ماشومان د ټولنې یا کورنیو له لوري په یو نه یو ډول فزیکي یا روحي زور زیاتي سره مخ دي.


سیف د چلډرن نومې نړیوالې اداره وايي، ۹۱ سلنه افغان ماشومان د ټولنې یا کورنیو له لوري په یو نه یو ډول فزیکي یا روحي زور زیاتي سره مخ دي.
د دغه رپوټ چمتو کولو لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون ننګرهار، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو کې له ۱۰۰۰ ډېرو ماشومانو سره مرکې شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، نژدې ۵۱ سلنه افغان ماشومان په کورونو کې له روحي زور زیاتي ځوریږي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په ده ځورونې کې پر ماشومانو چیغې وهل، کنځل، د والدینو د بدمرغۍ لامل بلل، له کوره شړل او یا د خوشي کولو ګواښونه شامل دي.
دغه اداره وايي، جنسي ځورونې، وهل ټکول او دې ته ورته مسایل هغه څه دي چې د ماشومانو ژوند د تل لپاره پر ناسمه بولی شي.
د سیف د چلډرن ادارې چارواکو له افغان حکومته غوښتي، چې دې د ماشومانو د ځورونې د مخنیوي لپاره منظم پلانونه په پام کې ونیسي او د دوی ژوند دې خوندي کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97545

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97545/

جمهور
  https://www.jomhornews.com