طالبان وايي، له هېچا سره یې د سولې خبرې نه دي کړې

8 سنبله 1396 ساعت 12:24

وسله والو طالبانو د اسوشټيډ پریس خبري آژانس وروستی راپور چې په کې ویل شوي د افغانستان د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر نېږدې هره ورځ له طالب مشرانو سره د سولې په اړه اړیکه لري، په کلکه رد کړی دی.

وسله والو طالبانو په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دوی د کابل د ادارې د هېڅ مسؤول کس سره د سولې په تړاو اړیکه نه ده نیولې.
طالبانو په دغه خبرپاڼه کې افغان حکومت بې واکه بللی او له هغو سره یې هر ډول مذاکرات او خبرې اترې رد کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسوشټيډ پریس په یو راپور کې ویلي د افغانستان ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی هره ورځ او د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر په میاشت کې یو ځل له طالبانو سره د سولې په تړاو اړیکه ټینګوي.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوی، چې طالبانو د سولې لپاره ځينې شرطونه ايښي چې په هغه کې د موقت حکومت جوړول او فرصت ته په کتو د اساسي قانون بدلول هم شامل دي.
جمهورآژانس:کابل

کد مطلب: 97549

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97549/

جمهور
  https://www.jomhornews.com