د فنلنډ ولسمشر:

اوس د دې وخت دی، چې د افغانستان جګړه ودرول شي

8 سنبله 1396 ساعت 12:29

د فنلنډ ولسمشر ساولي نینستو ویلي د افغانستان جګړه اوږده شوه او اوس د دې وخت دی چې دغه جګړه ودرول شي.


د فنلنډ ولسمشر ساولي نینستو ویلي د افغانستان جګړه اوږده شوه او اوس د دې وخت دی چې دغه جګړه ودرول شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نینستو، چې څو ورځې مخکې امریکا ته تللی، ویلي چې د افغان جګړې د پای لپاره له طالبانو سره د مذاکراتو انتخاب هم لرو.
نوموړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره به له ټولو انتخابونو کار واخلي چې په دې انتخابونو کې یو هم له طالبانو سره مذاکرات دي.
ولسمشر نینستو زیاته کړې، چې دوی به طالب اړخ ته د مذاکراتو پر مهال پوره درناوی وکړي او خبرو ته به یې ارزښت ورکړي.
د هغه په وینا سرتېري یې د افغانستان د جګړې له پیله په دغه هېواد کې حضور لري او اوس به هم د افغانستان د بحران د حل لپاره خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97550

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com