د سولې عالي شورا:

وسله والې ډلې دې د اختر په ورځو کې د خلکو له وژلو لاس واخلي

9 سنبله 1396 ساعت 9:20

د سولې عالي شورا د لوی اختر په را رسېدو له وسله والو ډلو غوښتي چې په هېواد کې له جنګ جګړو او د خلکو له وژلو لاس واخلي.


د سولې عالي شورا د لوی اختر په را رسېدو له وسله والو ډلو غوښتي چې په هېواد کې له جنګ جګړو او د خلکو له وژلو لاس واخلي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د سولي شورا افغانانو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هیواد کې دې ټولې وسله والې ډلې د اختر په ورځو کې د خلکو له وژلو او نښتو لاس واخلي.
یاده شورا په خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د تګلارې په جوړولو کار کوې تر څو په هېواد کې روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي.
د سولې شورا په خبرپاڼه کې په هېواد کې د نښتو له امله د خلکو وژل کېدل، ورور وژنه یاده شوې ده او له ټولو وسله والو خواوو یې غوښتې چې په افغانستان کې د جنګ پر ځای د سولې لاره خپله کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97563

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97563/

جمهور
  https://www.jomhornews.com