د سرحدونو د ساتنې مسوولیت قومونو ته سپارل کېږي

9 سنبله 1396 ساعت 9:31

سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ګل آغا شېرزی وایي، په پام کې ده، چې د سرحدونو د سرحدونو د ساتنې مسئولیت قومونو ته وسپارل شي.


سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ګل آغا شېرزی وایي، په پام کې ده، چې د سرحدونو د سرحدونو د ساتنې مسئولیت قومونو ته وسپارل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي شېرزي دغه څرګندونې په کندهار ولایت کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت دوه کلن پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې یو ځل بیا قومي ځواک راژوندی کړي.
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر و ویل، چې د دې کال له پاره یې په وزارت کې پنځم معنیت هم فعال کړی دی.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت داسې مهال له قومونو د سرحدي ځواک د بیا جوړولو خبره کوي چې د افغانستان تیرو حکومتونو په سرحدونو کې پنځه څلویښت زره قومي ځواک درلود چې د سرحدونو ساتنه به یي کوله.
په ورته وخت کې شیرزي و ویل، چې له وسله والو طالبانو سره یې د سولې خبرو لپاره د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو له قومي مشرانو سره لیدنې پيل کړې او له هغوی د مرستې ډاډ هم تر لاسه کړۍ دی.
هغه دا هم و ویل، چې د همدې قومي مشرانو له لارې یې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره اړیکې ټینګې کړې دي.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 97564

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97564/

جمهور
  https://www.jomhornews.com