۴۱ سلنه امریکایانو په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالف دي

9 سنبله 1396 ساعت 9:37

د هیل نشریې د راپور له مخې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۱ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور سره مخالف دي.


د هیل نشریې د راپور له مخې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۱ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور سره مخالف دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور د نظر پوښتنې پر بنسټ لیکل شوي، چې ۴۵ سلنه امریکایانو په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور ملاتړ کړی دی. ۴۱ سلنه خلکو د رد رایه ورکړې ده او پاتې ۱۴ سلنو بیا په دې اړه ممتنع رایه ورکړې ده.
دا نظر پوښتنه همدا راز ښيي چې جمهوري غوښتونکي تر دیمکراتونو د افغانستان په اړه د ټرمپ د برنامو ډېر ملاتړ کوي.
په نظر پوښتنه کې ۲۴ سلنه امریکایان باوري دي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې بریالۍ ده، خو تر څنګ یې ۴۰ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکايي ځواکونه به افغان جګړه بایلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97567

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97567/

جمهور
  https://www.jomhornews.com