واشنګټن پوسټ:

امریکا افغانستان ته د درنو بمونو غورځوونکې الوتکې لېږي

9 سنبله 1396 ساعت 10:31

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې ښايي افغانستان ته په نویو استول کېدونکو ځواکونو کې زرګونه پراشوټي او سمندري ځواکونه او درانه بم غورځوونکې الوتکې شاملې وي.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې ښايي افغانستان ته په نویو استول کېدونکو ځواکونو کې زرګونه پراشوټي او سمندري ځواکونه او درانه بم غورځوونکې الوتکې شاملې وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې افغانستان ته نورې ایف ۱۶ ډوله جنکي جټ الوتکې، اې ۱۰ ډوله الوتکې، نورې بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې او یا د دغو درې واړو یوه مجموعه الوتکې واستول شي.
دغو چارواکو زیاته کړې، چې ښايي دغو الوتکې همدا اوس افغانستان ته پر لاره وي خو په وینا یې بي ۵۲ الوتکې به په قطر کې وي خو په افغانستان کې به عملیات ترسره کوي.
د هغوی په خبره د سمندري ځواکونو د توپچي شاوخوا سل کسیزه پوځي واحدونه به هم د افغانستان په بیلابیلو هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې هوايي ملاتړ ورته نه رسېږي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي چې دوه اتیایمې فرقې د لومړۍ لوا نږدې نیمايي همدا اوس په افغانستان کې ده او پاتې نور چې شاوخوا پنځلس سوه سرتیري کیږي هم له دغو ځواکونو سره د یو ځای کیدو لپاره په انتظار دی.
دغو چارواکو زیاته کړې چې د سمندري ځواکونو د توپچي شاوخوا سل کسیزه پوځي واحدونه به هم د افغانستان په بیلابیلو هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې هوايي ملاتړ ورته نه رسیږي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ دوه اتیایمې فرقې د لومړۍ لوا نږدې نیمايي همدا اوس په افغانستان کې ده او پاتې نور چې شاوخوا پنځلس سوه سرتېري کېږي هم له دغو ځواکونو سره د یو ځای کېدو لپاره په انتظار دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 97569

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/97569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com