چین؛ د افغان سولې وړیا او غیرواقعي اتل

10 میزان 1392 ساعت 8:04

چین او سوله د افغانستان له سولې بهیر څخه په وروستیو کې چې یوه عامه او بهرنیانو ته له افغان چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د مرستو له نورو ژمنو څخه د ځان خلاصونې پلمه ګرځیدلې، چین هم ترخپله وسه دغسې استفاده کړې ده.



ولسمشرکرزي چین په وروستي سفرکې د دې هېواد شینهوا خبري آژانس سره په مرکه کې دغه هېواد په دې ستایلی چې «له کومې چېغې او غوغا پرته» یې د افغانستان له سولې بهیر سره د حساب وړ مرستې کړي. ښاغلي کرزي نه ده روښانه کړې،چې دا مرسته کله، څنګه او په کومه کچه وه. ځینې ناواقعي خبرې د ولسمشر په کچه د یوې لوړې سیاسي مرجع له ادرسه هیڅ توجیه نه شي لرلای، خو زیان یې ځکه زیات دی چې په لوی لاس د څو نړیوالو قدرتونو په سیالیو کې افغانستان د خپلې ادعا خلاف د یوه لوري وړیا پالنې ته را کاږي .کومه سوله؟
د سولې په اړه بیا، بیا ضدو نقیضې، غیرواقعي او تخیلي خبرې معلوموي چې افغان دولت، سیاستوال او ډېرسیاسي شنونکي یا د دې کلیمې په مانا نه پوهیږي او یا د یوې ابزاري وسیلې په توګه ناسمه استفاده ترې کوي .تراوسه په دې نوم په هېواد دننه جوړشوي کمېسونونه، شوراګانې او نوروړیا امتیاز خوړونکي کارونه سولې ته د ګټې رسولو د ارادې او نتیجې پرځای د محدودو سیاسي ډلو خوښ ساتلو او سازشونو سرچینې ګرځول شوي .له هېواده د باندې هم د سولې نوم افغان حکومت او ورسره لوبیدونکو هېوادونو دغسې غلط او پخپله ګټه کارولی او د نوو زاویو له رامنځته کولو سره یې د افغان سولې کم ممکنه هڅې او توقعات نورهم پېچلي کړي دي. د دې ټولو اصلي علت یوازې دا کیدای شي چې تراوسه د افغانستان د جګړې نړیوال، سیمه ییز او کورني اړخونه ټول او په ځانګړي ډول د ولسمشرکرزي په مشرۍ افغان دولت چې ترهرچا یې مسئولیت او بې تفاوتي په دې برخه کې زیاته ده، د سولې څرګند تعریف، اجنډا او مخلصه اراده نه لري.
چین او سوله د افغانستان له سولې بهیر څخه په وروستیو کې چې یوه عامه او بهرنیانو ته له افغان چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د مرستو له نورو ژمنو څخه د ځان خلاصونې پلمه ګرځیدلې، چین هم ترخپله وسه دغسې استفاده کړې ده. چینایي چارواکو په ښکاره افغان حکومت ته د دوی په مشرۍ د سولې د هڅو له ترسره کیدو ملاتړ ښودلی او له دې اخوا نه دي اوریدل شوي او واقعیت هم نه لري چې چین دې داسې کوم څه کړي وي چې ولسمشرکرزی یې له چیغو او غوغا پرته له سولې سره د حساب وړ مرسته وګڼي .د دې برعکس له پاکستان سره د چین خورا نېږدې اړیکې او ترې ملاتړ ښایي سبب شوې وي، چې د هغه هېواد پر وړاندې د نورو استثنایي سوله خوښو هېوادونو احتمالي توند دریځ اغېزمن شوی او نرم شوی وي. ولې غیرواقعي خبرې؟ د افغانستان په دې حساسه مرحله کې چې له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو د وتو او بهرنیو مرستو کمیدو خبرې کیږي او له بلې خوا ډېرې سیاسي څېرې له بهرنیانو سره په ښو اړیکو کې خپلې ګټې روا او ناروا ګټې لټوي، د غسې خبرې مناسبې او د افغانستان په خیر نه ښکاري.
د نامعلوم او قانع کوونکي هدف له لرلو او څرګندتیا پرته په بې ضرورته ډول چین سره د ولسمشرکرزي دومره خوږیدل د شک او اندېښنې وړ مسله ده .افغان حکومت چې تراوسه د امریکا او نورو لویدیزو هېوادونو په مرستو او ملاتړ چلیږي، رهبري یې باید د شخصي سلیقې او اختلافاتو لپاره د دې نړیوال بلاک له مخالف لوري سره دومره ځان نېږدې نه کړي، چې له افغانستان څخه د دې بلاک د واټن نیولو او یا یې په نورو بڼو پراړیکو منفي اغېز وکړي. افغان حکومت لکه څنګه چې په نړیوالو او بهرنیو اړیکو کې د ناپېیلتوب ادعاوې لري، همدې اصل ته د نسبي ژمنتوب هڅې وکړي. که داسې نه وي، په اوسني ډول له یوه، یوه هېواد سره په ناسته او سفرورته د یوه لوی او غیرواقعي سیاسي امتیاز ورکول د امتیاز اخیستونکي هېواد مخالف او بدبین اړخونه د افغان ولس ترڅنګ پرحکومت کم باوره کوي او دا کم باوري د بدو نتیجو وېره ټوکوي.
ارشاد رغاند- جمهورنیوز


کد مطلب: 40368

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/note/40368/

جمهور
  https://www.jomhornews.com