د جمهور خبري آژانس مرکز 7 دلو 1400 ساعت 8:12 http://jomhornews.com/ps/news/147175/ -------------------------------------------------- سرليک : ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو نوې تګلاره اعلان کړه -------------------------------------------------- ملګرو ملتونو د دغه سازمان په امنیت شورا کې افغانستان ته د مرستو رسولو په تړاو نوې تګلاره اعلان کړه. متن - منځ : ملګرو ملتونو د دغه سازمان په امنیت شورا کې افغانستان ته د مرستو رسولو په تړاو نوې تګلاره اعلان کړه. د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیت شورا تېره ماښام (د سلواغې ۶مه) د افغانستان په اړه غونډه درلوده، چې د دغه شورا ډېرو غړو په کې ویناوې وکړې. د غونډې برخوالو ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د همدې موخې لپاره یې نوې تګلاره اعلان کړې ده. د دغه تګلارې له مخې به ملګري ملتونه دا فرصت لري چې د افغانانو د ستونزو د کمولو لپاره هڅه وکړي او بشردوستانه مرستې پراخې کړي. دا تګلاره (د انتقالي تعامل چوکاټ) نومېږي چې پر بنسټ یې ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستو لپاره لا ډېرې پیسې راټولوي او دلته به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې لګول کېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دوی د دې تګلارې د عملي کولو لپاره شاوخوا اته میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، څو وکړی شي په افغانستان کې د خلکو د ژغورنې او شته ستونزو د بنسټیز حل لپاره لاس په کار شي. جمهورخبري آژانس:کابل