د جمهور خبري آژانس مرکز 21 میزان 1398 ساعت 9:01 http://jomhornews.com/ps/news/121272/ -------------------------------------------------- عاطف مشعل: سرليک : پاکستان په سیستماتیکه توګه د افغان ملکیتونو غصبول پيل کړی -------------------------------------------------- اسلام آباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، پاکستاني حکومت د افغانستان د ملکیتونو غصبول پيل کړي دي. متن - منځ : اسلام آباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، پاکستاني حکومت د افغانستان د ملکیتونو غصبول پيل کړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د پاکستان حکومت څو ځلې د شپې له خوا په خیبرپښتونخوا پېښور کې پر افغان مارکېټ چاپې واچولې. د همدې له امله پېښور کې افغان قونسلګري په اعتراضي ډول تړل شوې او سفیر عاطف مشعل کابل ته راغلی او د یادې مسلې په اړه یې ولسمشر غني ته معلومات ورکړي دي. عاطف مشعل په یوه مرکه کې ویلي، په پاکستان کې ځینې کړۍ په سیستماتیکه توګه د افغان حکومت پر هغو ملکیتونو دعوه کوي چې له کلونو راهیسې د افغان حکومت تاسیسات پکې جوړ شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د افغان مارکېټ مسئله رامنځ ته شوې چې دې ته ورته نور مسایل هم شته او د افغان حکومت پر ملکیتونو دعوې روانې دي. ښاغلی مشعل وايي، د پاکستان حکومت باید د افغانستان پر ملکیتونو او حقوقو له تېري ډډه وکړي او شته ستونزې دې ژر تر ژر حل کړي. د هغه په وینا ټول موارد یې د افغانستان له مرکزي حکومت سره شریک کړي دي او دوی یې باید په اړه اقدامات وکړي. د یادونې ده، چې پاکستاني حکومت څو ورځې وړاندې له افغان مارکېټ د افغانستان بیرغ ښکته کړ چې د افغان حکومت له غبرګون سره مخ شو او په ځواب کې یې په پېښور کې افغان قونسلګري تړل شوې ده. جمهورخبري آژانس:کابل