د جمهور خبري آژانس مرکز 26 میزان 1400 ساعت 8:45 http://jomhornews.com/ps/news/143674/ -------------------------------------------------- سرليک : د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېدلي -------------------------------------------------- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري سیال محمد آل ثانی سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. متن - منځ : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري سیال محمد آل ثانی سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې مکالمې نور جزیات نه دي خپاره شوي خو رویټرز ویلي، تر ډېره له افغانستان د امریکايي وګړو پر ایستلو بحثونه شوي. راپورونه وايي، امریکا له قطر مننه کړې چې له افغانستان یې د امریکايي وګړو د ایستلو په بهیر کې پوره همکاري ورسره کړې ده. قطر د تخلیې په ماموریت کې د امریکا تر ټولو ستر همکار هېواد دی چې له پیله یې تر دې له افغانستان سلګونه امریکایي وګړي ایستلي او ددې بهیر د دوام مسوول دی. جمهورخبري آژانس:کابل