د جمهور خبري آژانس مرکز 15 عقرب 1397 ساعت 14:15 http://jomhornews.com/ps/news/109979/ -------------------------------------------------- سرليک : آلیس ویلز د افغان سولې خبرو لپاره اسلام آباد ته رسېدلې ده -------------------------------------------------- د افغان سولې د خبرو اترو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آلیس ویلز اسلام آباد ته رسېدلې ده. متن - منځ : د افغان سولې د خبرو اترو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آلیس ویلز اسلام آباد ته رسېدلې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر فیصل پر خپل ټوټېر لیکلي، چې مېرمن ویلز نن سه شنبې لړم ۱۵ مه اسلام آباد ته رسېدلي. نوموړي زیاته کړې، چې د سوېلي او منځني اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت به د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د اقتصاد له وزير اسد عمر سره جلا جلا وګوري. په ورته وخت کې ویل کېږی، چې مېرمن ويلز به دپاکستان له لومړي وزير عمران خان او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم وګوري. باید و ویل شي، چې اسلام اباد ته تر سفر مخکې مېرمن ويلز په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکا حمدالله محب، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال ادريس زمان او يو شمېر سياسيونو سره د افغان سولې په اړه تفصيلي خبرې کړې دي. جمهورخبري آژانس:کابل