د جمهور خبري آژانس مرکز 5 دلو 1398 ساعت 8:40 http://jomhornews.com/ps/news/124378/ -------------------------------------------------- سرليک : د امریکا او طالبانو خبرې بیا په ټپه درېدلې دي -------------------------------------------------- سرچینې وايي، امریکا د سولې په روان مذاکراتو کې طالبانو ته نوې غوښتنې مطرح کړې او په دې سره د دواړو لورو تر منځ خبرې یو ځل بیا په ټپه درېدلې دي. متن - منځ : سرچینې وايي، امریکا د سولې په روان مذاکراتو کې طالبانو ته نوې غوښتنې مطرح کړې او په دې سره د دواړو لورو تر منځ خبرې یو ځل بیا په ټپه درېدلې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې وې او دواړو لورو ویل چې د سولې تړون لاسلیک ته بېخي نېږدې شوي دي. هغه مهال پخوانیو طالب چارواکو ویل، چې د سولې په روان مذاکراتو کې ټول ستونزې او اختلافونه حل شوي او اوس مهال دواړه لوري یوازې د تړون د لاسلیک پر ځای او وخت خبرې کوي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین او دغه راز د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و، چې ټولې ستونزې ختمې شوې او دواړه لوري د تړون لاسلیک ته نېږدې شوي دي. په ورته وخت کې دا هم ورسره ویل کېږي، چې امریکايي لوري د طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو پر سره هم هوکړه کړې، خو اوس ویل کېږي، چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي کمولو په اړه وضاحت غوښتی دی. سرچینې وايي، همدا خبره د دواړو لورو تر منخ لا هم نه ده حل شوې، چې له امله یې د سولې روان مذاکرات یو ځل بیا درېدلي دي. د اسوشیدت پرس خبري اژانس د طالبانو د یو رسمي ویبسایټ په حواله لیکلي دي چې د سولې په خبرو کې د امریکا له غوښتنو څخه پوزې ته راغلي دي. راپور کې ویل شوي طالبان وايي سره له دې چې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه یې کړې ده خو بیا هم د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له لوري نوې غوښتنې مخې ته کړي. طالبانو دا غوښتنې واضح کړي نه دي خو واشنګټن د وخت په ضایع کولو تورن کړی او ویلي دي، له خلیلزاد سره مذاکرات د تاوتریخوالي د کمولو په تعریف باندې ځنډېدلي دي. جمهورخبري آژانس:کابل