د جمهور خبري آژانس مرکز 11 حمل 1399 ساعت 9:23 http://jomhornews.com/ps/news/126411/ -------------------------------------------------- لیندسي ګراهام: سرليک : امریکا به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي -------------------------------------------------- مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي. متن - منځ : مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ګراهام دغه څرګندونې واشنګټن کې له افغان سفیرې رویا رحماني سره لیدنه کې کړې دي. د افغان سفارت د معلوماتو پر اساس نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې امریکا له افغان ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي او د دغه ځواکونو ملاتړ به وکړي. ګراهام په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه روانه ده او امریکا به د سولې هوکړې له لاسلیک سره سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي. دغه امریکايي سناتور همدارنګه هیله څرګنده کړې چې د سولې روان بهیر وکړی شي چې په افغانستان کې دایمي ثبات او سوله تامین کړي. سناتور ګراهام د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم خبرې کړې دي او په خبره یې که په افغانستان کې جګړه ختمېږي نو د بهرنیو ځواکونو حضور ته هم اړتیا نه پېښېږي. دغه امریکايي سناتور یادې څرکندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا په افغانستان کې د سیاسي مشرانو تر منځ د کړکېچ له امله پر افغانستان یو میلیارد ډالر مرسته بنده کړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل