د جمهور خبري آژانس مرکز 26 حمل 1398 ساعت 14:39 http://jomhornews.com/ps/news/115512/ -------------------------------------------------- سرليک : لوړ پوړي امنیتي چارواکي بادغیس ولایت ته تللي -------------------------------------------------- د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالان او د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د امنیتي جاج اخیستو په موخه بادغیس ولایت ته تللي دي. متن - منځ : د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالان او د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د امنیتي جاج اخیستو په موخه بادغیس ولایت ته تللي دي. د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې یاد چارواکي نن دوشنبې د وري ۲۶ مه دغه ولایت ته ورغلي تر څو امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د دریو ولسوالیو چې له زیات ګواښ سره مخ دي وجاجي. باید و ویل شي، چې د بادغیس ولایت بالامرغاب، مقر او آبکرمي هغه درې ولسوالۍ دي، چې امنیتي وضعیت په کې ترینګلی او له ګواښ سره مخ دي. جمهورخبري آژانس:کابل