د جمهور خبري آژانس مرکز 16 قوس 1400 ساعت 12:22 http://jomhornews.com/ps/news/145410/ -------------------------------------------------- رافایل مارشال: سرليک : برېتانیا د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود -------------------------------------------------- د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي رافایل مارشال وايي، برېتانیا له افغانستان د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود. متن - منځ : د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي رافایل مارشال وايي، برېتانیا له افغانستان د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود. د جمهور آژانس د خبر له مخې رافایل ټینګار کړی، چې برېتانیا له خطر سره مخ افغانانو په ایستلو کې لټي کوله او اقدامات یې اغېزناک نه وو. نوموړي ویلي، د برېټانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب هم د افغانانو د ایستلو لپاره واضح پلان نه درلود او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د بحراني برخې کارکوونکي هم خورا کم وو. رافایل د برېټانیا پارلمان ته ویلي، له خطر سره د مخ افغانانو له ډلې برېټانیا ان د پنځه سلنې کسانو په ایستلو هم نه ده بریالۍ شوې او په دې برخه کې یې لټي کړې ده. د هغه په وینا بهرنیو چارو وزارت په واضح توګه د افغانستان مسئله نه درک کوله او نه یې هم کوم پلان درلود. دغه پخواني برېتانوي چارواکی په دې باور دی چې لا هم برېټانیا له خطر سره د مخ افغانانو په اړه واضح تګلاره نه لري او دا چاره یې د اندېښنې وړ ده. جمهورخبري آژانس:کابل