د جمهور خبري آژانس مرکز 24 اسد 1398 ساعت 12:03 http://jomhornews.com/ps/news/119419/ -------------------------------------------------- د ملي امنیت شورا سلاکار: سرليک : ازبکستان د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې پروسې ته ژمن دی -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، ازبکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ته ژمن دی. متن - منځ : د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، ازبکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ته ژمن دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیت شورا دغه څرګندونې د ښاغلي محب او کابل کې د ازبکستان د سفیر له لیدنې وروسته په خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي. په دغه خبرپاڼه کې چې نن پشنبې د زمري ۲۴ مه خپره شوې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. خبرپانه د ازبکستان د سفیر له قوله لیکي، چې هېواد یې د هغه سولې څخه ملاتړ کوي، چې رهبري او مالکیت یې د افغانانو په لاس کې وي. د ازبکستان سفیر خواجه شادمانوف د سولې په پروسه کې یې ټولې هڅې د افغان دولت سره د کړو ژمنو پر اساس دي او هېواد یې یو باثباته ګاوندی افغانستان غواړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي شادمانوف په دې لیدنه کې ازبکستان ته د طالب پلاوی د سفر په اړه هم ښاغلي محب ته معلومات رکړل او ټینګار یې وکړ، چې په دغه سفر کې یوازې د سولې پروسې سره د ازبکستان پر همکارۍ خبرې شوې دي. د ازبکستان سفیر ویلي، چې د طالب پلاوي سره د بین الاافغاني مذاکراتو، د تېرو لاس ته راوڼو په ځانګړې ډول د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه چې سترګې نه شي ترې پټېدای خبرې شوې دي. خبرپانه وايي، ښاغلي محب په خپلو خبرو کې د ازبکستان سفر ته و ویل، چې افغانستان، ازبکستان د اصولو او همکاریو په چوکاټ کې یو ښه ګاونډۍ بولي، خو په وینا یې نوي سیاسي تعاملات نباید رامنځ ته شوي باور ته زیان واړوي او د شک پر پوله ودرېږي. د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سولې پروسه کې د ازبکستان له همکاریو مننه کړې ټینګاریې کړي، چې افغانان د هېواد مالکانو او ګاونډیان د ښه ګاونډي توب او راتلونکي په اړه کولی شي ګټورې تصمیمونه ونیسي. جمهورخبري آژانس:کابل