د جمهور خبري آژانس مرکز 1 اسد 1399 ساعت 8:28 http://jomhornews.com/ps/news/129788/ -------------------------------------------------- اې بي سي نیوز: سرليک : استرالیايي ځواکونو افغانستان کې له تعصب نه ډک چلند کړی دی -------------------------------------------------- اې بي سي نیوز راپور ورکړي، چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې نه یوازې جنایتونه کړي، بلکې ځینې داسې کړنې یې هم کړې، چې هغه ښکاره تعصب بلل کېږي. متن - منځ : اې بي سي نیوز راپور ورکړي، چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې نه یوازې جنایتونه کړي، بلکې ځینې داسې کړنې یې هم کړې، چې هغه ښکاره تعصب بلل کېږي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ ویلي، دغه ځواکونو په ارزګان کې د خپل ماموریت پر مهال د هتلر بیرغ ورسره ګرځولی او اوس تازه لاس ته راغلي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د ځینو نورو ډلو تعصبي بیرغونه یې هم ورسره ګرځولي دي. په دغه راپور کې راځي چې استراليايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال دغه بیرغونه ګرځول چې د قوانینو خلاف دي او په دې مانا دي چې دوی په یوه نړیوال ماموریت کې عقديي چلند کړی دی. استراليايي قانونپوهانو هم د دغه مسایلو د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده. د یادونې ده، چې استرالیايي ځواکونه تر دې و ړاندې هم افغانستان کې د عامو وګړو په قصدي وژنه هم تورن شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل