د جمهور خبري آژانس مرکز 25 میزان 1400 ساعت 9:35 http://jomhornews.com/ps/news/143638/ -------------------------------------------------- سرليک : اسلامي امارت ازبکستان ته د خپل پلاوي د سفر جزیات په ډاګه کړل -------------------------------------------------- د افغانستان اسلامي امارت ازبکستان ته د رییس الوزرا د دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر او له ازبک چارواکو سره د خبرو جزیات رسنیز کړل. متن - منځ : د افغانستان اسلامي امارت ازبکستان ته د رییس الوزرا د دویم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر او له ازبک چارواکو سره د خبرو جزیات رسنیز کړل. د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختيا، په ځانګړې توګه په راتلونکي ژمي کې سون توکو او لومړنيو اړتياوو کې زياتوالی، افغان سوداګرو لپاره په ټرانزيټ کې اسانتياوې، روغتيايي سکتور کې همکاري، د سرخان-پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا مزي او مزارشريف-کابل-پېښور رېل پټلۍ په باب هر اړخيزې خبرې ترسره کړې. طالبان وايي، دا خبرې د ملا حنفي او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال عمرزاکوف په وينا وو پيل شوې او وروسته د دواړوغاړو تخنيکي ټيمونو د دواړو هېوادونو د لیوالتیا وړ مسايلو پر جزئياتو تفصيلي خبرې وکړې. د ښاغلي حنفي او ښاغلي زاکوف په لارښوونه، د دواړو لوريو ترمنځ په ګڼو برخو کې ګډ کاري ټيمونه رامنځ ته شول. دغه کاري ټيمونه به پر اړوندو موضوعاتو خبرې کوي او خپلو-خپلو مشرانو ته به د راتلونکو ګامونو لپاره لارنقشې وړاندې کوي. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وينا، راتلونکو لسو ورځو کې به لارنقشې بشپړېږي او د دواړو غاړو مشرانو ته به د پرېکړو لپاره وړاندې کېږي. د مذاکراتو په پای کې هيله ښودل شوي، چې د دواړو غاړو کاري ټيمونه اړوندې چارې ژر بشپړې کړي او عملي ګامونه پورته کړي. دا د طالبانو له واکمنیدو څخه وروسته، یوه بهرني هیواد ته د دوی د تر ټولو لوړ پوړي پلاوي لومړنی سفر دی. د ازبکستان ترڅنګ د نړۍ هیڅ هېواد، ان د طالبانو تر ټولو اساسي ملاتړي پاکستان لا د دې ډلې رژيم په رسميت نه دی پېژندلی. جمهورخبري آژانس:کابل