د جمهور خبري آژانس مرکز 16 عقرب 1397 ساعت 15:10 http://jomhornews.com/ps/news/110030/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر غنی د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل -------------------------------------------------- افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ګلخانې ماڼې کې وکتل او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې. متن - منځ : افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ګلخانې ماڼې کې وکتل او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې. د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلي مرادوف نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه کابل ته راغلی او له غرمې وروسته ولسمشر ورسره وکتل. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړ او همدارنګه یې د افغانستان او ترکمنستان لویې پروژې او د دواړو هېوادونو اقتصادي همکارۍ د سیمې د امنیت، ثبات او د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره ګټورې وبللې. سرچینه زیاتوي مرادوف زیاته کړهو چې هېواد یې د سیمه ییزو پروژو په برخه کې لا ډېرو همکاریو ته چمتو دی. په ورته وخت کې ولسمشر ترکمنستان د افغانستان ښه دوست او شریک یاد کړ او د لویو پروژو د تحرک او د سیمې د ثبات لپاره یې د ترکمنستان هڅې ګټورې وبللې. ښاغلي غني ویلي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد په ګډون د لویو پروژو ګټه به د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي. جمهورخبري آژانس:کابل