د جمهور خبري آژانس مرکز 28 حوت 1397 ساعت 13:52 http://jomhornews.com/ps/news/114630/ -------------------------------------------------- سرليک : د طالبانو له خوا د تښتول شویو هندي انجینرانو له ډلې یو تن خوشی شو -------------------------------------------------- د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، له هغه ۷ تنو هندي انجینرانو چې څه موده وړاندې طالبانو تښتولي و، یو تن یې خوشی شوی دی. متن - منځ : د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، له هغه ۷ تنو هندي انجینرانو چې څه موده وړاندې طالبانو تښتولي و، یو تن یې خوشی شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو د تېر میلادي کال د می میاشتې په شپږمه نېته بغلان ولایت کې ۷ تنه هندي انجینران برمته کړي وو. دغه انجینران بغلان کې د برېښنا پروژه کې کار کاوه، چې کال ته د تګ پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو. خو اوس له دغه ډلې یو تن یې د وسله والو طالبانو له منګولو راخوشی شوی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خوشی شوی هندي انجینر خپل هېواد ته رسېدلی خو دا چې څه وخت او څه ډول خوشی شوی څه یې نه دي ویلي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغه هندي انجینر د خوشي کېدو په پار د افغان حکومت له هڅو مننه کړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل