د جمهور خبري آژانس مرکز 17 میزان 1400 ساعت 9:12 http://jomhornews.com/ps/news/143368/ -------------------------------------------------- سرليک : د کندوز  برید ته نړیوال غبرګونونه: لا هم افغانستان کې اقلیتونو ته ګواښ متوجه دی -------------------------------------------------- په کندوز ولایت د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګي برید په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي او دا یې یو ښکاره بشري جنایت بللی دی. متن - منځ : په کندوز ولایت د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګي برید په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي او دا یې یو ښکاره بشري جنایت بللی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه برید کې چې پرون جمعه وشو په کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخیست. د بشري حقونو د څار سازمان دا برید په کلکه غندلی او وايي نړیوال باید نور چوپه خوله پاتې نه شي. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا ګاسمن ویلي، دا بریدونه ښيي چې د افغانستان اقلیتونو په تېره شیعه ګانو ته ګواښ متوجه دی. د هغې په وینا د کندز د ګذرِ سیداباد په جومات کې بوږنوونکې چاودنه ښيي چې د افغانانو ژوند څومره له خطر سره مخامخ دی. په ورته وخت په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم د کندز د برید په اړه په یوه بیان کې د دې برید د درنو تلفاتو له کبله سخت خپګان ښودلی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا د یوې اونۍ په ترڅ کې پر مذهبي مراسمو درېیم برید دی، چې تر سره کېږي. همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکه غندلى او ياد بريد يې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللى. د یادونې ده، د دغه برید مسوولیت داعش اخیستی او ویلي یې دي چې بریدګر د چین د ایغور مسلمانانو څخه وو. د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي، د دې حملې په اړه به هر اړخیز تحقیقات وشي او عاملانو ته به یې تر ټولو سخته سزا ورکړل شي. باید و ویل شي، چې په دغه برید کې ۵۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډیر ټپيان دي. جمهورخبري آژانس:کابل