د جمهور خبري آژانس مرکز 1 جدی 1398 ساعت 10:52 http://jomhornews.com/ps/news/123360/ -------------------------------------------------- سرليک : د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شوې، محمد اشرف غني مخکښ دی -------------------------------------------------- د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني په کې تر ټولو زیاتې رایې وړې دي. متن - منځ : د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني په کې تر ټولو زیاتې رایې وړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن یکشنبې د مرغومي اوله په ټاکنو کمېسیون کې د یوې ناستې پر مهال د میران د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړې. نوموړې و ویل، چې د کارول شویو رایو څخه محمد اشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې، چې د ټولو رایو پنځوس اعشاریه څلورشپېته سلنه رایې وړې دي. دغه راز هغې زیاته کړه، چې ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله بیا ۷۲۰ زره او ۹۹ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۳۹،۵۲ سلنه جوړوي. د نورستاني په خبره ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۳ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه جوړوي. د ټاکنو کمېسیون د مشرې په وینا بل نوماند رحمت الله نبیل بیا ۳۳ زره ۹ سوه ۲۱ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۱،۸۶ سلنه جوړوي. دغه راز فرامرز تمنا، ۱۸۶۶۰ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰،۹ سلنه جوړوي. سید نورالله جلیلي بیا ۱۵۵۲۶ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۵ سلنه جوړوي. عبدالطیف پدرام ۱۲ زره ۶۰۸ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۱۹ سلنه جوړوي. عنایت الله حفیظ ۱۱ زره ۳۷۴ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۸۲ سلنه جوړوي. حکیم تورسن ۶ زره ۶۶۰ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۳۶ سلنه جوړوي. احمد ولي مسعود ۳۳۴۲ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۰.۲۲ سلنه جوړوي. شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۱۸ سلنه جوړوي. او غلام فاروق نجراب بیا ۱۶۶۶ رایې وړې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې ټولې یو میلیون ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې بایومتریک شوې دي. نوموړې زیاته کړه، چې نوماندان تر دریو ورځو پورې وخت تر چې خپل شکایتونه د ټاکنو کمېسیون د اعلان شویو پایلو په تړاو شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي. جمهورخبري آژانس:کابل