د جمهور خبري آژانس مرکز 5 جوزا 1398 ساعت 10:14 http://jomhornews.com/ps/news/116764/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل او اسلام آباد امنیتي غونډه کوي -------------------------------------------------- راپورونه وايي، ټاکل شوې کابل او اسلام آباد پر امنیت غونده وکړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو لوړ پوړی چارواکي ګډون ولري. متن - منځ : راپورونه وايي، ټاکل شوې کابل او اسلام آباد پر امنیت غونده وکړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو لوړ پوړی چارواکي ګډون ولري. د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، دغه غونده به راتلونکې اونۍ د پاکستاني او افغان لوړ پوړو امنیتي چارواکو تر منځ جوړه شي. سرچینه زیاتوي، چې په دغه غونده کې به د افغانستان د پلاوي مشري د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب کوي. اسلام آباد کېکې افغان سفیر لطف الله مشعل هم د یادې غونډې د جوړېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دې غونډه کې به به تر ډېره امنیتي مسایل وڅېړل شي. دغه راز هغه زیاته کړې، چې په یاده ناسته کې به د کډوالو مسئله، دوه اړخیزه سوداګري، د خلکو ترمنځ د اړیکو جوړول او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه باندې هم خبرې وشي. پاکستان کې افغان سفیر وايي، په دې غونډه کې به د دواړو لورو مهم امنیتي چارواکي برخه اخلي او هڅه به کوي د پاکستان افغانستان پر عمل پلان هم بحثونه ولري. جمهورخبري آژانس:کابل