د جمهور خبري آژانس مرکز 17 اسد 1398 ساعت 12:49 http://jomhornews.com/ps/news/119266/ -------------------------------------------------- سرليک : خوست کې بمي چاودنو ۹ تنه ټپیان کړي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، خوست ولایت کې دوه بمي چاودنو ۹ ملکي وګړي ټپیان کړي دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، خوست ولایت کې دوه بمي چاودنو ۹ ملکي وګړي ټپیان کړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړې چاودنې نن پنشنبې د زمري ۱۷ له غرمې مخکې خوست ښار کې رامنځ ته شوې دي. د خوست د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، یوه چاودنه د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې او دویمه هغه د قبایلو ریاست څنګ ته په پولیسو شوې ده. دغه مطبوعاتي مرکز وایي، په لومړی چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي او په دویمه چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي. سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی. تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی. باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوې دي. پرون په کابل او هرات کې هم دغه ډول چاودنو ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. جمهورخبري آژانس:خوست