د جمهور خبري آژانس مرکز 12 دلو 1396 ساعت 10:25 http://jomhornews.com/ps/news/100969/ -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه میاشتې وغځوله -------------------------------------------------- د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه مياشتې نوره هم وغځوله. متن - منځ : د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه مياشتې نوره هم وغځوله. د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت تېره ورځ د سلواغې ۱۱ مه په همدې اړه یوه غونډه درلوده. د رسنیو د راپور له مخې په دې ناسته کې چې مشري یې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کوله د افغانستان کډوالو د اوسېدو موده د دوه میاشتو له پاره د غځولو پرېکړه وشوه. بل خوا د راپورونو له مخې، د پاکستان د کډوالو چارو وزارت کابينې ته د افغان کډوالو د اوسېدنې نېټه د پنځو مياشتو لپاره د غځولو وړانديز کړى و. دغه وزارت ويلي، دا نا ممکنه ده چې په کم وخت کې دومره زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږل شي؛ ځکه يې د پنځو مياشتو غوښتنه کړې وه. باید و ویل شي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې نېټه د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه پاى ته رسېدلې وه. جمهورخبري آژانس:کابل