د جمهور خبري آژانس مرکز 11 حمل 1398 ساعت 11:31 http://jomhornews.com/ps/news/114964/ -------------------------------------------------- سرليک : بغلان کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو بغلان ولایت کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او دوه نور قاتلین یې نیولي دي. متن - منځ : د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو بغلان ولایت کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او دوه نور قاتلین یې نیولي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د وري ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه ځوان د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې تښتول شوی وو. که څه هم سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، پولیسو د دغه ځوان د خوشي کولو لپاره ځانګړي عملیات کړي او هغه یې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وایي، د بغلان د امنیه قومندانۍ پولیسو په همدې ولسوالۍ کې د دوه تنو د وژلو په تړاو دوه نور کسان نیولي دي. سرچینه زیاتوي، چې له دغه کسانو سره دوه میله وسله (کلاشنکوف او کره بین) هم د پولیسو لاس ته ورغلي او نیول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي. جمهورخبري آژانس:کابل