د جمهور خبري آژانس مرکز 16 اسد 1397 ساعت 16:00 http://jomhornews.com/ps/news/107151/ -------------------------------------------------- سرليک : نړیوال بانک وايي د افغانستان اقتصادي وده کمه شوې ده -------------------------------------------------- نړیوال بانک په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله کمه شوې ده. متن - منځ : نړیوال بانک په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تېر کال په پرتله کمه شوې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه دغه شپږمیاشتنی راپور نن سه شبنې د زمري ۱۶ مه خپور کړ. د نړیوال بانک د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان د اقتصادي وده ۲،۵ سلنه وه چې د تېر کال په پرتله ۰،۲ کموالی په کې راغلی. په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې بهیر د راتلونکو ټاکنو د متوقع پایلو، پر کاروبار د باور کموالی، پڅو اقتصادي فعالیتونو، وچکالۍ او همداراز د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله له ستونزو سره مخ دی. د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس شوبهم چودري د همدې راپور د وړاندې کولو پر مهال و ویل چې افغان حکومت باید د اقتصادي وضعیت د مخ پر خرابېدونکي حالت مخه ونیسي. نوموړي وایي، د افغانستان اقتصادي وضعیت له تېرو دریو کلو راهیسې مخ پر ښه کېدو وو خو اوس دغه حالت د راتلونکو ټاکنو، وچکالۍ، ناامنۍ او بې باورۍ له امله خراب شوی دی. د هغه په وینا دا وضعیت د حکومت او خصوصي سکټور لپاره ننګونکی دی، نو ځکه یې باید د مخنیوي له پاره جدي ګامونه واخستل شي. د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د حکومت هڅې د پام وړ دي، خو باید دغه هڅې لا زیاتې او موجوده لاسته راوړنې دې وساتل شي. چودري وايي، دا مهال د افغانستان له نیمايي څخه زیات نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي چې د دغه وضعیت ښه کول د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ګډ مسؤلیت دی. د نړیوال بانک د اقتصادي راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې هم کموالی راغلی. جمهورخبري آژانس:کابل