د جمهور خبري آژانس مرکز 7 عقرب 1398 ساعت 10:57 http://jomhornews.com/ps/news/121759/ -------------------------------------------------- سرليک : اسدالله خالد له جنرال ارهارډ بالر سره لیدلي دي -------------------------------------------------- د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو سازمان د ګډو ځواکونو له قوماندان جنرال ارهارډ بالر سره کتلي دي. متن - منځ : د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ناټو سازمان د ګډو ځواکونو له قوماندان جنرال ارهارډ بالر سره کتلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د ښاغلي خالد او جنرال بالر لیدنه بلجیم کې شوې او دواړو لورو په افغانستان کې د ناټو سازمان د فعالیتونو په اړه خبرې کړې. سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې چې پرون دوشنبې د لړم ۶ مه شوې، دواړو لوریو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په دوام او له افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، جنرال بالر د افغان ځواکونو وروستي پرمختګونه وستایل او له افغان ځواکونو یې د ملاتړ دوام ته د ناټو پر ژمنتیا ټینګار وکړ. په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د افغان ځواکونو په روزنه، تمویل او تجهیز همدارنګه د سولې په پروسه کې د ناټو د همکارۍ مننه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې ناټو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو مالي او روزنیز ملاتړ ته ژمنتیا وښوده. جمهورخبري آژانس:کابل