د جمهور خبري آژانس مرکز 5 قوس 1398 ساعت 12:03 http://jomhornews.com/ps/news/122550/ -------------------------------------------------- سرليک : راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د استانبول پروسې کنفرانس جوړېږي -------------------------------------------------- د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د استانبول غونده به راتلونکې میلادي میاشت جوړه شي. متن - منځ : د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د استانبول غونده به راتلونکې میلادي میاشت جوړه شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبر د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ورکړ. نوموړي و ویل، ټاکل شوې راتلونکې میلادي میاشتې په ۸ مه نېټه د افغانستان په اړه د استانبول پروسې کنفرانس ترکیه کې جوړ شي. په ورته وخت کې ګران په بهرینو چارو وزارت کې د پراخو اصلاحاتو خبر ورکړ ویې ویل، چې کارونه په پوره چټکۍ روان دي او ډېر ژر به په بېلو برخو کې د مهمو پرمختګونو شاهدان وو. ده زیاته کړه، چې په وروستیو اونیو کې پنځه هغه سفیران او مرستیالان یې له بهرنیو هېوادونو رابلل شوی چې د کار موده یې پوره شوې وه خو لا یې دندې ته ادامه ورکوله. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې د وزارت نوې رهبري د ولسمشر په لارښوونه داصلاحاتو راوستو ته ژمنه ده. جمهورخبري آژانس:کابل