د جمهور خبري آژانس مرکز 17 ثور 1399 ساعت 11:59 http://jomhornews.com/ps/news/127591/ -------------------------------------------------- سرليک : هلمند کې د طالبانو له لوري اړول شوی سړک بېرته جوړ کړای شو -------------------------------------------------- د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو له وري یو سړک چې په بمونو الوځول شوی و، بېرته د افغان ځواکونو له خوا رغول شوی دی. متن - منځ : د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو له وري یو سړک چې په بمونو الوځول شوی و، بېرته د افغان ځواکونو له خوا رغول شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا طالبانو څه وخت وړاندې د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده د کوپک په سیمه کې ۳ کیلومتره پوخ سړک اړولی و. د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپله فسبوک پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، اوس دغه سړک بېرته د افغان ځواکونو له لوري رغول شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سړک د مګړی د ۲۱۵ میوند قول اردو د انجینرۍ ټیم له لوري رغول شوی او د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل