د جمهور خبري آژانس مرکز 21 جوزا 1398 ساعت 9:04 http://jomhornews.com/ps/news/117196/ -------------------------------------------------- سرليک : زابل کې د افغان پوځ یوې چورلکې بېړنې ناسته کړې ده -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان پوځ یوې چورلکې په زابل ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو عملې ته یې کوم زیان نه دی رسېدلي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان پوځ یوې چورلکې په زابل ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو عملې ته یې کوم زیان نه دی رسېدلي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال زیاتوي، چې چورلکې د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې بېړنۍ ته کړې. د هغه په وینا چورلکې د تخنکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې او عملې ته یې زیان نه دی رسېدلی. د زابل د والي ویاند زیاتوي، چې سیمې ته د پوځ ځواکونه رسېدلي دي. بل خوا طالبانو ادعا کړې، چې چورلکه دوی رانسکوره کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:زابل