د جمهور خبري آژانس مرکز 23 جوزا 1398 ساعت 13:27 http://jomhornews.com/ps/news/117295/ -------------------------------------------------- ولسمشر غني: سرليک : دیني علما د نظام په پیاوړتیا کې اساسي رول لري -------------------------------------------------- افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې د وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني. متن - منځ : افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې د وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه قرغیزستان ته تر روانېدو وړاندې ارګ کې د افغانستان د یو شمېر دیني عالمانو سره په ناسته کې وکړې. ولسمشر غني د علماو تر څرګندونو اورېدو وروسته و ویلو چې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې به د دې سازمان د غړو هېوادونو له رهبرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې لپاره پر سیمه ییزې اجماع خبرې وکړې. ښاغلي غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د دیني علماو برحقه دریځ وستایه او وې ویل، موږ جنګ نه غواړو او تل مو د سولې غږ پورته کړی. هغه و ویلموږ سولې او خلکو ته د خدمت په برخه کې شاتګ نه کوواو دبندیانود خلاصونپه اړه مو ستاسو او د سولې مشورتي لویېجرګې غوښتنه ومنله،اکثریت خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي او بیا به جنګ ته ونه ګرځي. نوموړي ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د روانې ناامنۍ او وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني. ښاغلي غنی له دیني عالمانو وغوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره خپل غږ ورسوي. ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د فقرپر لمنځه وړلو،د ارشاد حج او اوقاف وزارت علماو تهپرزیاتېپاملرنې اوپه ټول هېواد کېد جوماتونوپر بیارغاونېاو جوړولواو د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ. جمهورخبري آژانس:کابل