د جمهور خبري آژانس مرکز 16 جدی 1398 ساعت 10:00 http://jomhornews.com/ps/news/123793/ -------------------------------------------------- سرليک : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تاجکستان ته تللې ده -------------------------------------------------- د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن الیز ویلز تاجکستان ته تللې ده. متن - منځ : د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن الیز ویلز تاجکستان ته تللې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز نن دوشنبې د مرغومي ۱۶ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په یوه دوه ورځني سفر د تاجکستان پلازمنې دوشنبې ته رسېدلې. نوموړي ویلي، چې له تاجکستاني چارواکو سره به پر امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې اترې وکړې. هغې زیاته کړې، چې تاجکستان په سیمه کې د ثبات د پیاوړي کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې د امریکا یو مهم شریک دی. میرمن ویلز ویلي، چې تمه لري د تاجکستاني چارواکو سره په کتنو کې به پر مهمو مسلو د شوو پرمختګونو په اړه وغیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي وو، چې الیس ویلز به په دوشنبه کې د لوړ پوړو تاجکي چارواکو سره د سیمه ییزې امنیتي همکارۍ، د اقتصادي او انرژۍ د اتصال د پروژو د پراختیدو په برخه کې د همکارۍ او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د ودې پر مسلو وغږیږي. جمهورخبري آژانس:کابل