د جمهور خبري آژانس مرکز 5 جدی 1398 ساعت 10:38 http://jomhornews.com/ps/news/123496/ -------------------------------------------------- سرليک : د سولې تړون د جنورۍ په لومړیو کې لاسلیکېږي، د ۲۰ هېوادونه استازي یې مراسمو ته غوښتل شوي -------------------------------------------------- طالبانو ته نېږدې سرچینې او پخواني طالب چارواکي وايي، د طالبانو امریکا تر منځ د سولې تړون به د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې لاسلیک شي. متن - منځ : طالبانو ته نېږدې سرچینې او پخواني طالب چارواکي وايي، د طالبانو امریکا تر منځ د سولې تړون به د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې لاسلیک شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د تړون د لاسلیک مراسمو ته د ۲۰ هېوادونو استازي هم وربلل شوي، خو تر اوسه یې د لاسلیک د ځای په اړه معلومات نشته. په ورته وخت کې پخواني طالب چارواکي وايي، په قوي احتمال سره چې د طالبانو مشرتابه د قطر دفتر استازو ته د لنډ مهالي اوربند اجازه هم ورکړې ده. د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوی څارنوال مولوي جلال الدین شنیواري د چهارشنبې د مرغومي ۴ مه جمهورخبري آژانس ته و ویل، په قوي احتمال سره طالب مشرتابه خپل سیاسي استازولی ته د لنډ مهالي اوربند کولو اجازه د سولې تړون له لاسلیک وروسته ورکړې ده. د ښاغلي شنیواري په وینا د طالبانو هغه پلاوی چې پر اوربند د خپل مشرتابه سره د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی و، بېرته قطر ته رسېدلی دی. نوموړی وايي، دغه پلاوی په دې برخه کې په احتیاط سره ګامونه اخلي او تر اوسه یې د اوربند کولو خبره رسنیزه کړې نه ده. د نوموړي په وینا په غالب ګومان،چې لنډ مهالی اوربند به د سولې تړون تر لاسلیک وروسته وشي تر څو بین الاافغاني خبرو ته لار پرانستل شي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون به کله لاسلیک شي و ویلد جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیکېږي. په ورته وخت کې قطر کې د سولې خبرو ته نېږدې سرچینو هم ویلي، چې طالب پلاوی ته د اوربند اجازه ورکړل شوې، خو دا اجازه ښايي له دریو تر شپږو ورځو وي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي. بل خوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د لاسلیک مراسمو ته د ۲۰ هېوادونو استازي ورغوښتل شوي دي. که څه هم د تړون د لاسلیک کره نېټه او ځای لا نه دی معلوم، خو ګومان کېږي، چې دغه تړون قطر او یا هم جرمني کې لاسلیک شي. کابلوف هم ویلي، کېدای شي، د طالبانو او امریکا د سولې تړون د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي. د هغه په وینا د دغه تړون د لاسلیک مراسمو ته روسیه هم غوښتل شوی او دی به د روسیې په استازيتوب په دې مراسمو کې ګډون وکړي. د روسیې ځانګړي استازي ټینګار کړی په هر شرط چې وي دی به په دغه مراسمو کې ګډون کوي، ځکه چې دا موضوع د روسیې لپاره خورا مهم ده. جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض