د جمهور خبري آژانس مرکز 12 جوزا 1398 ساعت 10:22 http://jomhornews.com/ps/news/116999/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا، افغانستان او عراق ته تازه دمي سرتېري لېږي -------------------------------------------------- ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات له داعش وسله والې ډلې سره د مبارزې لپاره تازه دمي سرتېري افغانستان او عراق ته ولېږدي. متن - منځ : ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات له داعش وسله والې ډلې سره د مبارزې لپاره تازه دمي سرتېري افغانستان او عراق ته ولېږدي. د جمهور آژانس د خبر له مخې په تکزاس ایالت کې د یوې پوځي روزنځی چارواکو د دې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان او عراق کې د داعش ډلې ګواښونه موجود دي. د چارواکو په وینا د دغه تهدیداتو او خطرونو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره یې د نوو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې ده. سرچینه وايي، دغه سرتېرو د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره اړینه روزنه لیدلې ده او په هر ډول شرایطو کې د جګړې لپاره تیار دي. امریکا په افغانستان کې تر ۱۴ زره ډېر سرتېري لري چې تر ډېره د افغان پوځ په روزنه او ملاتړ بوخت دي. جمهورخبري آژانس:کابل