د جمهور خبري آژانس مرکز 10 سرطان 1397 ساعت 8:26 http://jomhornews.com/ps/news/105793/ -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده بیا غځولې ده -------------------------------------------------- پاکستان یو ځل بیا د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده غځولې او درې میاشتې نور یې هم ثبت شویو کډوالو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده. متن - منځ : پاکستان یو ځل بیا د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده غځولې او درې میاشتې نور یې هم ثبت شویو کډوالو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي لنډمهاله کابینې په غونډه کې پرون شنبې د چنګاښ ۹ مه شوې ده. د پاکستان د لنډ مهالي لومړي وزیر ناصر الملک له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابینې د پرېکړې له مخې پاکستان کې مېشت ثبت شویو افغان کډوالو ته درې میاشتې نور هم دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده. خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان کډوالو موضوع به راتلونکي ټاکل کېدونکي حکومت ته وړاندې کړل شي. د سږ کال په لومړیو کې اسلام اباد افغان کډوالو ته اعلان کړی و چې په یوه میاشت کې دننه خپل هېواد ته ستانه شي، خو د پاکستان پر هغې پرېکړې افغان حکومت نیوکه کړې وه. افغان چارواکو ویل چې پاکستان دې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي ترینګلتیا زور دې له کډوالو نه باسي او په ورته وخت کې یې د نړیوالو ادارو له لارې له پاکستانه غوښتي وو، چې د کډوالو د پاتې کېدو موده دې لږ تر لږه شپږ میاشتې وغځوي. جمهورخبري آژانس:کابل