د جمهور خبري آژانس مرکز 26 حمل 1398 ساعت 12:36 http://jomhornews.com/ps/news/115495/ -------------------------------------------------- شمال کې پوځي چارواکي: سرليک : په تېرو دریو ورځو کې ۱۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي -------------------------------------------------- په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو سره سم پر دغه ډله د افغان ځواکونو بریدونه زیات شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده. متن - منځ : په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو سره سم پر دغه ډله د افغان ځواکونو بریدونه زیات شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د وري ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو دریو ورځو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵۶وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خبرپاڼه زیاتوي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۵ قوماندانانو په ګډون ۱۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۷ نور ټپیان شوي دي. سرچینه وايي، دغه عملیات د شمال په بېلابېلو ولایتونو کې تر سره شوي او په جګړه کې ۷ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. باید و ویل شي، چې د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره سم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی. جمهورخبري آژانس:شمال