د جمهور خبري آژانس مرکز 22 عقرب 1398 ساعت 13:06 http://jomhornews.com/ps/news/122190/ -------------------------------------------------- سرليک : د ټاکنو د څار بنسټونه: د پایلو ځنډ به ټاکنې بحران ته یوسي -------------------------------------------------- پر ټاکنو د څار بنسټونو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر ځند اندېښنه وښوده وایي، که پایلې وځندېږي، انتخاباتي پروسه به له بحران سره مخ شي. متن - منځ : پر ټاکنو د څار بنسټونو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر ځند اندېښنه وښوده وایي، که پایلې وځندېږي، انتخاباتي پروسه به له بحران سره مخ شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې تیفا او فیفا دغه اندېښې پر داسې مهال ښيي، چې د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې سره سم د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باید سبا پنشنبې د لړم ۲۳ مه اعلان شي. خو د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند عبالعزیز ابراهیمي نن له جمهور آژانس سره خبرو کې و ویل، کمېسیون تر اوسه دا پرېکړه نه ده کړې، چې پایلې سبا اعلان کړي که نه. همدې ته په کتو پر ټاکنو د څاربنسټونه فیفا او تیفا وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو دوهم ځلي ځنډ د ټاکنو پروسې د بحراني کېدو لپاره زمینه جوړوي. د فیفا د برنامو مسوول محمد نعیم اصغري وایي، د ټاکنو پایلو په بیا ځندېدو سره سیاسي نفوذ او فساد لا زیاتوي، او په ټول کې به د ټاکنو پروسه له بحران سره مخ کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د ټاکنو په شفافیت کې د وخت فکتور ډېر مهم دی چې یو ځل د کمېسیون له خوا نقض شوی دی او ښايي یو ځل بیا هم دغه فکتور تر پښو لاندې دي، چې د ټاکنو پروسې په ګټه نه دی. د هغه په وینا د رایو بیا شمېر هم ستونزې لري خو دا د کمېسیون صلاحیت او مکلفیت دی، چې د شمار ترڅنګ د ټولو ښکېلو اړخونو اندېښنو ته د څاروونکو او رسنیو پر وړاندې ځوابونه ووايي. په ورته وخت کې د تیفا ویاند زبیر حبیب زاده وایي، د دوی موندنې ښيي، چې په کمېسیون کې کمزوری مدیریت، د انتخاباتي ټیمونو سیاسي ګوندونو او سفاروتونو فشارونه شته او کمېسیون نه شي کولي د ټاکلي مهال وېش سره سم د ټاکنو پایلې اعلان کړي. نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل، څومره چې د ټاکنو پایلې ځنډېږي په همغه کچه د ټاکنو پر ملي پروسه د خلکو باور له منځه ځي او پایلې به یې هم انتخاباتي ټیمونو او خلکو ته د منلو نه وي. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني په یوه خبري ناسته کې و ویل، دوی په ټول توان هڅه کوي، چې د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان کړي، خو په وینا یې په ځينو ولایتونو کې د ځینو انتخاباتي ټکټونو له خوا د رایو د بیا شمېر پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، چې ښايي پایلې هم وځندېږي. جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض