د جمهور خبري آژانس مرکز 25 حوت 1399 ساعت 8:16 http://jomhornews.com/ps/news/137329/ -------------------------------------------------- سرليک : د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره لیدلي -------------------------------------------------- قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي. متن - منځ : قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغان سولې ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان د سولې پروسه باید چټکه شي او په دې برخه کې دې ژر تر ژره یوه هوکړه رامنځ ته شي. د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو غوښتنه هم کړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل