د جمهور خبري آژانس مرکز 28 ثور 1399 ساعت 9:51 http://jomhornews.com/ps/news/127924/ -------------------------------------------------- سرليک : ترکمنستان ۱۲۶ افغان بندیان خوشې کوي -------------------------------------------------- د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په حکم به دغه هېواد کې په بېلا بېلو جرمونو بندي ۱۲۶ افغان بندیان خوشي شي. متن - منځ : د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په حکم به دغه هېواد کې په بېلا بېلو جرمونو بندي ۱۲۶ افغان بندیان خوشي شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، ښاغلی محمدوف د دواړو هېواد تر منځ د ښو اړیکو او حسن نیت لپاره د کوچیني اختر په مناسبت د دغه شمېر زندانیانو د خوشي کېدو فرمان ورکړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، تمه ده دغه بندیان د دوشنبه په ورځ د ثور ۲۹ یاد بندیان په آقینه او تورغنډۍ بندرونو کې افغان سرحدي ځواکونو ته ورتسلیم شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکمنستان د دې اقدام ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو پر لا پیاوړو اړیکو یې ټینګارکړی دی. جمهورخبري آژانس:کابل