د جمهور خبري آژانس مرکز 3 عقرب 1400 ساعت 13:50 http://jomhornews.com/ps/news/143926/ -------------------------------------------------- سرليک : ملګري ملتونه:۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي -------------------------------------------------- د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډېوېډ بیسلي وايي، شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي. متن - منځ : د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډېوېډ بیسلي وايي، شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې غذايي مصونیت نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ټینګار کړي، چې نړۍ باید په دې پوه شي چې دا جدي مسئله ده او میلیونونه وګړي په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي. بیسلي وایي، تر ټولو ستر ګواښ د لوږې له امله ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته متوجه دی چې باید ژر تر ژره یې د له منځه وړلو لپاره هڅه وشي. د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې د افغانستان د ژغورلو او په دغه هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره دې رغنده ګامونه اوچت کړي او د میلیونونه وګړو ژوند دې وژغوري. جمهورخبري آژانس:کابل