د جمهور خبري آژانس مرکز 29 حمل 1398 ساعت 11:55 http://jomhornews.com/ps/news/115620/ -------------------------------------------------- سرليک : د کابل پولیسو څلور تنه د غلا او چپاولګرۍ په تور نیولي -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل پولیسو په ښار کې څلور تنه د غلاو، قتل او چپاولګرۍ په تور نیولي دي. متن - منځ : د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل پولیسو په ښار کې څلور تنه د غلاو، قتل او چپاولګرۍ په تور نیولي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د کابل ښار د اتمې حوزې په سیمه کې نیول شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي نیول شويو کسانو د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې په وژنو، لاره نیولو او وسله والو غلاوو لاس پورې کوه او له مخکې د پولیسو تر څار لاندې وو. د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له یادو کسانو څخه دوه میله تفنګچې، یو کړۍ لاسي بمب او یو قبضه چاقو د پولیسو لاسته ورغلی دی. جمهورخبري آژانس:کابل