د جمهور خبري آژانس مرکز 10 عقرب 1397 ساعت 14:19 http://jomhornews.com/ps/news/109825/ -------------------------------------------------- سرليک : تخار کې یوې مور له خپلو دوه زامنو سرونه پرې کړي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې یوې مور له خپلو دوه ماشومو زامنو سرونه پرې کړې دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې یوې مور له خپلو دوه ماشومو زامنو سرونه پرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د سیمه ییزه چارواکو په وینا د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اقبال بي بي په نوم ۴۰ کلنې ښځې د خپلو دوه زامنو چې یو یې ۴ او بل یې ۸ کلن و د چړې په واسطه سرونه له تنه پرې کړي دي. چارواکو زیاته کړې، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رمنځ ته شوې او په قتل تورنه مور هم د پولیسو له خوا نیول شوې ده. د تخار د امنیت امر نظام الدین هم د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو پخلی کړی او وایي په اړه یې پلټنې روانې دي. جمهورخبري آژانس:تخار