د جمهور خبري آژانس مرکز 27 جدی 1397 ساعت 13:10 http://jomhornews.com/ps/news/112524/ -------------------------------------------------- حنیف اتمر: سرليک : د ټاکنو کمیسیون په چارو کې د ارګ مداخله به حالت لا پېچلی کړي -------------------------------------------------- د ملي امنیت پخوانی سلاکار چې ښايي د ولسمشرۍ نوماند شي وايي، د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مداخله به حالت لا پېچلی کړي. متن - منځ : د ملي امنیت پخوانی سلاکار چې ښايي د ولسمشرۍ نوماند شي وايي، د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مداخله به حالت لا پېچلی کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر د مطبوعاتي دفتره پر فسبوک پاڼه ویل شوي، دغه مداخله به نه زواې د کمېسیون فعالیتونه اغېزمن کړي، بلکې په جدي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو روڼتیا به هم تر پوښتو لاندې راولي. په دې معلوماتو کې ادعا شوې، چې ارګ په دې ورستیو کې د نا معلومو سیاسي دلایلو له مخې د ټاکنو د کمیسیون په چارواکو فشار راوړې دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر موده وغځوي. ښاغلي اتمر ویلي، چې په ملي او دموکراتیکو بهیرونو په ځانګړي ډول د ټاکنو پر بهیر باندې د خلکو اعتماد او باور یو اصل دی، خو په دغه بهیر کې د حکومت لاسوهنه د دغه دموکراتیک بهیر په اړه د خلکو باور کمزوری او کمرنګه کوي. نوموړی وايي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په کار کې د حکومت پر له پسې لاسوهنې به حالت لا پیچلی کړي او دوی دا کار د انتخاباتو مهندسي بولي چې باید ترې ډډه وشي. اتمر چې ویل کېږي لومړی مرستیال یې محمد یونس قانوني او دوهم مرستیال یې محمد محقق دی د اعتدال ټیم تر نامه لاندې، چې له ځان سره د جمعیت د مشهور څېرو ملاتړ هم لري ډېر ژر د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل