د جمهور خبري آژانس مرکز 20 سنبله 1398 ساعت 9:54 http://jomhornews.com/ps/news/120228/ -------------------------------------------------- سرليک : ټرمپ بیا د کشمیر په مسئله کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی -------------------------------------------------- د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر لانجل په حل کې د منځ ګړیتوب وړاندي کړی دی. متن - منځ : د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر لانجل په حل کې د منځ ګړیتوب وړاندي کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، هند او باکستان یې ملګري هېوادونه دي او دی تیار دی، چې تر منځ یې د اړیکو ښه کولو کې منځګړیتوب وکړي. نوموړي ویلي، که څه هم په وروستیو ورځو کې د کشمیر په مسئله ناندرۍ راکمې شوې دي خو بیا هم اړتیا ده چې د دغه دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ښې کړل شي. ټرمپ ټینګار کړي، که هند او پاکستان ترې وغواړي، نو دی تیار دی چې په دې مسئله کې منځګړی شي. د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړاندې یې هند ورته وړاندیز رد کړی او پاکستان یې بیا هرکلی کړی دی. هندی ویلي، چې کشمیر د دوی کورنۍ مسئله ده او د بل هېواد لاسوهنې او منځګړیتوب ته اړتیا نه لري. جمهورخبري آژانس:کابل