د جمهور خبري آژانس مرکز 24 سرطان 1399 ساعت 12:10 http://jomhornews.com/ps/news/129508/ -------------------------------------------------- سرليک : افغانستان کې یو امریکایي سرتېری وژل شوی دی -------------------------------------------------- د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې، چې په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی خو دا یې نه دي ویلي، چې څه ډول وژل شوی دی. متن - منځ : د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې، چې په افغانستان کې یې یو سرتېری وژل شوی خو دا یې نه دي ویلي، چې څه ډول وژل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګون ویلي، ۲۴ جوزیف ترینت البا د تېري یکشنبې په ورځ د افغانستان په کندهار ولایت کې وژل شوی دی. د پینتاګون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی په جګړه کې نه دی وژل شوی، خو وايي، د دغه پوځي د وژل کېدو په اړه پلټنې دوام لري. البا په ۲۰۱۸ م کال د جنوبي کلیفورنیا له فانګوارډ پوهنتونه په ارواپوهنه کې لیسانس اخیستی و او د لیسانس له ترلاسه کولو لږ وروسته پوځ ته لاړ. د دغه پوځي له وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانود تلفاتو شمېر ۱۰ ته ورسېد. تېر کال په افغانستان کې ۲۶ امریکايي پوځیان وژل شوي وو چې د ۲۰ تنو وژل کېدا له جګړې سره تړاو درلود. د سږ کال د فبرورۍ په پای کې طالبانو له امریکا سره موافقه وکړه چې دا ډله به نور پر امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو حملې نه کوي. جمهورخبري آژانس:کابل